BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
زیلېنسکي په یوه پرانیستي لیک کې له پوتین سره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر پوتین او د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ترمنځ د مخامخ لیدنې د امکان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول غونډه ښايي د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې زيلېنسکي د دواړو مشرانو ترمنځ د دوهاړخیزې غونډې او د اوربند د بشپړ پلي کېدو وړاندیز وکړ. بل لور ته، کرملین ټینګار کړی چې مسکو چمتو دی زېلېنسکي "هر وخت" په روسیه کې ومني.
مطیع الله ویسا د فرانسې د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه
افغانستان کې د قلم لار ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا په فرانسه کې د دغه هېواد د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه. ښاغلی ویسا، چې د جایزې تر لاسه کولو لپاره فرانسې ته تللی، له بيبيسي پښتو سره خبرو کې وویل، افغانستان کې د قلم لار ټولنې د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه په نړیواله کچه، دوی ته د لا نور کار انرژي ورکوي.
حزب الله د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه رد کړه
په لبنان کې وسلوالې ډلې حزب الله په سختۍ سره د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ د اوربند شرایط رد کړي دي. په یوې توندې اعلامیې کې، د ایران له ملاتړه د برخمنې دې ډلې مشر نعیم قاسم وايي، خبرې ''بېګټې'' او د لبنان لپاره ''سپکوونکې'' وې، او دا د لبنان د ''ډېرو خلکو'' لخوا په څرګنده رد شوې دي.
"د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی
د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.
په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟
د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده. امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی
په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایيها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بيبيسي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.
سږنی اوړی به افغانستان د "النینو" له څپې اغېزمن شي
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره وايي د اقلیمي بدلون له امله د ال نینو څپه به دا اوړی پر افغانستان هم راشي او په راتلونکو جولای او اګسټ میاشتو کې به دې هېواد کې د تودوخې کچه له عادي حالته لوړه شي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام په اړه هر څه؛ د سیالیو له وخت او د ترسره کېدو له څرنګوالي نیولې د اتلولۍ تر مدعیانو پورې
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ترسره کېدو په درشل کې دی؛ هغه سیالي چې د ۴۸ بېسارو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او عراق د وروستیو لوبډلو په توګه خپل حضور د نړیوال جام په درویشتم پړاو کې قطعي کړ؛ هغه سیالۍ چې د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې پورې د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.
د جلا وطنو افغان مېرمنو فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه وکړه
د نیوزلنډ په اوکلنډ ښار کې د افغان جلا وطنو مېرمنو فوټبال لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د کوک جزیرو له لوبډلې سره درلوده چې په یوه صفر د کوک جزیرو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. زموږ همکاره محجوبه نوروزي چې د دغو لوبو د پوښښ لپاره اوکلنډ ته تللې وايي، که څه هم افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو تر پایه یې لوبېده هیله بخښونکي وو.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.


