BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • زیلېنسکي په یوه پرانیستي لیک کې له پوتین سره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر پوتین او د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ترمنځ د مخامخ لیدنې د امکان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ډول غونډه ښايي د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې زيلېنسکي د دواړو مشرانو ترمنځ د دوه‌اړخیزې غونډې او د اوربند د بشپړ پلي کېدو وړاندیز وکړ. بل لور ته، کرملین ټینګار کړی چې مسکو چمتو دی زېلېنسکي "هر وخت" په روسیه کې ومني.

  • مطیع الله ویسا د فرانسې د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه

    افغانستان کې د قلم لار ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا په فرانسه کې د دغه هېواد د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه. ښاغلی ویسا، چې د جایزې تر لاسه کولو لپاره فرانسې ته تللی، له بي‌بي‌سي پښتو سره خبرو کې وویل، افغانستان کې د قلم لار ټولنې د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه په نړیواله کچه، دوی ته د لا نور کار انرژي ورکوي.

  • حزب الله د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه رد کړه

    په لبنان کې وسلوالې ډلې حزب‌ الله په سختۍ سره د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ د اوربند شرایط رد کړي دي. په یوې توندې اعلامیې کې، د ایران له ملاتړه د برخمنې دې ډلې مشر نعیم قاسم وايي، خبرې ''بې‌ګټې'' او د لبنان لپاره ''سپکوونکې'' وې، او دا د لبنان د ''ډېرو خلکو'' لخوا په څرګنده رد شوې دي.

  • "د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی

    د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.

  • په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟

    د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده. امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي